BBC News, پښتو - کور پاڼه

Top story - Pashto

  • ګمرکونه

    'امنیتي وضعیت پر سوداګرۍ او ټرانزیټ بد اغېز کړی'

    د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي امنیتي وضعیت او د یو شمېر بندرونو سقوط په سوداګرۍ او ترانزېټ بد اغېز کړی. په ورته وخت کې طالبانو په پنځو مهمو بندرونو د ولکې ټینګولو ویلي او د دې ډلې په وینا له دې ډلې له دریو هغو یې عادي سوداګري پیل شوې. د افغانستان ماليې وزارت هم دا مني چې شپږ بندرونه یې له امنیتي ستونزو سره مخ دي خو په دې اړه ډېر نور جزیات نه ورکوي:

  • بنګله دېش کې اورلګېدنه؛ تر ۸۰ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    بنګله دیش کې د بېړنیو خدماتو اداره وايي یوه کارخانه کې د اور لګېدو له کبله لږترلږه ۵۲ کسان مړه او ۳۰ ټپي شوي دي. دا پېښه پلازمېنې ډاکې ته نږدې روپګاني صنعتي ښارګوټي کې د هاشم په نوم د خوراک او څښاکتوکو په یوه تولیدي فابریکه کې شوې ده.

  • د مصر د پخواني ولسمشر انور سادات کونډه جهان سادات مړه شوه

    د مصر د پخواني ولسمشر محمد انور السادات کونډه جهان سادات د قاهره یوه روغتون کې د ۸۷ کلونو په عمر مړه شوه. جهان صفوت رؤوف سادات د ۱۹۷۳ کال د اکتوبر جګړه کې د پوځي ټپیانو درملنه کې د رضاکارانه فعالیت له کبله مشهوره شوه، همدا وو چې هغه ته د "اتلانو مور" لقب ورکړل شو.

  • د تهران شمال کې د چاودنې ضد او نقیض خبرونه

    په تهران کې د یوې قوي چاودنې د غږ اورېدو په تړاو د رپوټونو تر خپرېدو وروسته د ایران صدا او سیما خبري شبکې د تهران ملت پارک ته څېرمه د یوې پیاوړې چاودنې خبر ورکړی دی.‌

  • خلیلزاد: طالبانو مذاکراتو کې د برلاسي لپاره جګړه سخته کړې،‌ خو دا د حل لار نه ده

    د افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړى استازی زلمی خلیلزاد وايي، داسې فکر کوي‌ چې طالبانو د مذاکراتو پر مېز د برلاسي لپاره جګړه سخته کړې ده. خو نوموړي له بي بي سي سره خبرو کې یو ځل بیا ټينګار وکړ چې د افغانستان کړکېچ پوځي حل لاره نه لري. ښاغلي خلیلزاد زیاته کړه چې افغانستان کې د جګړې سختېدو تمه یې درلوده، خو په پوځي ډګر د طالبانو پرمختګ حیران کړی دی.

کورونا وېروس:

ځانګړي مطالب

  • روسیه افغانستان کې څه غواړي؟

    له افغانستانه د امریکا په مشرۍ د اېتلافي ځواکونو د وتلو د بهیر له بشپړېدو سره هممهال د دې احتمال شته چې دغه جګړه ځپلي هېواد کې د روسیې نقش پیاوړی شي. خو د افغانستان له اوسني امنیتي وضعیت په تړاو د روسي چارواکو او رسنیو اندېښنو ته په کتو داسې ښکاري چې مسکو دغه هېواد ته د فرصت په توګه نه، بلکې د یوې ستونزې په سترګه ګوري.

  • افغانستان او پاکستان د خپلمنځي سوداګرۍ هوکړه ۶ میاشتې نوره هم وغځوله

    افغانستان او پاکستان په خپلمنځ کې د سوداګرۍ او ټرانزیټ هوکړه یا "اپټا" تړون د شپږو نورو میاشتو لپاره وغځاوه. د دغې هوکړې تمدید د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د وزیر او د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د پاکستان د لومړي وزیر د سلاکار تر منځ په یوه آنلاین غونډه کې لاسلیک شوه.

  • د پېښور یوسف خان څنګه د بالیووډ دلیپ کومار شو؟

    د هندۍ سینما له لومړنیو ممثلینو یو خورا مشهور یوسف خان چې د دلیپ کومار په نامه یې شهرت وموند د ۹۸ کلونو په عمر په ممبۍ ښار کې د چارشنبې په ورځ (د جولای پر ۷) مړ شو. نوموړی چارشنبه له ځايي وخت سره سم مازدیګر پنځه بجې په رسمي مراسمو کې خاورو ته وسپارل شو.

  • ټرمپ د ټویټر، فېسبوک او ګوګل پر ضد محکمې ته ځي

    د امریکا مخکیني ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعلان کړی، چې د تکنالوژۍ لویو شرکتونو، ګوګل، فېسبوک او ټویټر خلاف محکمې ته عریضه کوي. په عریضه کې د دریو شرکتونو اجرايي مشرانو خلاف شکایت کېږي.

نیمه نړۍ

  • څېړنه: هند کې د ولور ورکړه له بندیز سره سره په خپل حال ده

    د نړیوال بانک څېړنې موندلې چې له بندیز سره سره په تېرو څو لسیزو کې د هندوستان په کلیوالي سیمو کې د ولور ورکړه په خپل حال پاتې شوې ده. څېړونکو له ۱۹۶۰ کال نه تر ۲۰۰۸ میلادي کال پورې ۴۰ زره ودونه څیړلي او موندلې یې ده چې سره له دې چې د ولور ورکړه په ۱۹۶۱ کال کې غیرقانوني شوه په ۹۵ سلنه وادونو کې ولور ورکړل شوی دی.

  • ویډیو, پولیس افسرانې پر بایسکل څنګه خپلې دندې ترسره کوي؟ , موده 2,16

    پاکستاني پولیسو د ګزمې داسې یوه ډله جوړه کړې چې پر بایسکل به ګرځي، بازارونه، پارکونه، د منډې وهلو لارې، سړکونه او نورو داسې نورو ورته ځایونو کې به ګزمه کوي او څاري به یې چې عادي موټر نه شي ورتللی.

د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه

نړۍ دا وخت

د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږو بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي. دلته یې لیدلی شئ.

د ولسي جرګې وکیل سره امرالله صالح ته منسوبې تیلیفوني خبرې ناندریزې شوې

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ته منسوبې هغه تلیفوني خبرې چې نوموړی پکې ظاهراً په تونده لهجه ولسي جرګه کې د بادغیس ولایت یو برحال استازی امیر شاه نائب زاده طالبانو سره په معامله تورنوي او ګواښي، ناندریزې شوې دي.

"پاکستاني پوځي چارواکي د طالبانو پرمختګ او د 'لر او بر' شعار په اړه اندېښمن دي"

معتبرو سرچینو بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته ویلي، د پاکستان د پوځ او پوځي‌ استخباراتو (ای اېس ای) مشرانو تېره اوونۍ د دې هېواد پارلمان له غړو سره په یوه ځانګړې ناسته کې افغانستان کې پر روان امنیتي وضعیت، د افغان طالبانو وروستیو پوځي لاسته راوړنو او پاکستان کې دننه د ځینو ملتپاله خوځښتونو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې. دواړو مشرانو ویلي، افغانستان کې اوسنی وضعیت د پاکستان په ګټه نه دی.

روسیه: د افغانستان او تاجکستان تر منځ د پولې له دریو، دوې برخې سیمې د طالبانو په ولکه کې دي

د روسیې بهرنیو چارو وزارت وايي، له افغانستان سره د تاجکستان د پولې سیمې له دریو دوې برخې د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي.

ویډیو, افغان سوک وهونکي پېښور کې سیالۍ کوي, موده 2,31

پېښور کې د پاکستان،‌ افغانستان او ایران یو شمېر سوک وهونکو د سیمه ییزو هېوادونو د سوک وهنې سیالیو کې برخه واخیسته. له افغانستان هم یو شمېر ځوان سوک وهونکي دې سیالیو ته ورغلي وو.

کورونا وېروس؛ افغانستان کې د 'تور فنګس' ناروغۍ مثبتې پېښې موندل شوې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې یې له کوویډ سره د تړلې تور فنګس (تور فنجي) ناروغۍ درې مثبتې پېښې په کابل، بغلان او سمنګان ولایتونو کې موندلې دي، چې په تور فنګس اخته درې واړه ناروغان په کورونا وېروس هم اخته شوي دي.

د افغانستان صادرات تېرو دريو مياشتو کې ۱۵ سلنه لوړ شوي

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي چې د دغه هېواد صادرات د ۱۴۰۰ لمریز کال په لومړیو دريو میاشتو کې ۱۵ سلنه لوړ شوي دي. د دغه وزارت چارواکي وایي چې د افغانستان صادرات د هوایي دهلېزونو او ځمکني ټرانسپورټ له لارې چې رېل پټلۍ هم په کې راځي د تېر کال پرتله ډېر شوي دي. چارواکي وايي، وايي په صادراتو کې وچه ميوه، قالينې، لاسي صنايع، طبي نباتات، زعفران، تازه مېوه او حيواني محصولات شامل دي.

لسګونه امریکايي شرکتونه د یوه 'ستر سایبري' برید هدف ګرځېدلي

د سایبري امنیت 'هانټرېس لبز' شرکت وايي د امریکا متحدو ایالتونو کې د باج اخیستو لپاره پر شاوخوا ۲۰۰ کاروبارونو "ستر" سایبري برید شوی دی.

ویډیو, غزني کې د شریف خان مقبرې د ویجاړېدو وېره, موده 2,44

په اسیا کې د اسلامي نړۍ کلتوري پلازمېنه غزني ښار کې د یوې غونډۍ پر سر په تیموري سبک جوړه شوې د شریف خان مقبره تر ترمیم وروسته بیا هم د ړنګېدو له ګواښ ‌سره مخامخ ده.

ځانګړې پاڼه

  • بګرام هوايي اډه کې د امریکا دوه لسیزې حضور د انځور په ژبه

    امریکايي ځواکونه له بګرام هوايي اډې ووتل. د امریکا او ناټو لپاره په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان بګرام هوايي اډه د طالبانو او القاعده شبکې پر وړاندې د جګړې د قوماندې تر ټولو لوی مرکز و.

  • اسټرالیا کې د غڼو د ځالو کمسارې منظره

    استرالیا کې سیلاو ځپلو ښارونو ته نږدې د غڼو سترې ځالې او جالونه مخ په راڅرګندېدو دي. د ویکټوریا د ګېپسلنډ سیمې اوسېدونکي وايي د غڼو دغه ستر او نازک جالونه له څو ورځو سختو ورښتونو وروسته را څرګند شول.

  • د افریقا ښکلا په انځورونو کې

    د تونس له مظاهرو په ګانا کې د میلیونونه ونو تر کرلو او د نړۍ په لوبو کې د افریقايي اتلانو تر ګډون، د تېرې اونۍ د افریقا دا ټول غوره شوي انځورونه راخیستل شوي دي.

  • دعکسونو ګالري, د صیاد ښکلا

    د انځورونو په دې ګالري کې د پروان ولایت د صیاد د طبعي ښکلا انځورونه ګورئ. دا انځورونه یعقوب خالقي اخیستي او بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته یې راستولي دي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , Pashto Tv, ۱۳:۳۰, ۱۰ جولای ۲۰۲۱, ۲۶،۰۰ موده

  • واورئ, د نن خبرې, ۰۵:۰۰, ۱۰ جولای ۲۰۲۱, ۲۹،۳۰ موده

    د بي بي سي ورلډ سروس څخه پروګرام کول

  • واورئ, خبر و نظر, ۱۶:۳۰, ۹ جولای ۲۰۲۱, ۲۹،۳۰ موده

    برنامه نویسی از سرویس بی بی سی فارسی

  • راديويي څپې

    غږیز کتاب

    واورئ, د خوشال خټک غږيز کتاب - ۱۲۶ مه برخه, موده 29,30

    خوشال خټک شعرونه، د پښتو د دې ستر شاعر شعرونه په لومړي ځل په غږيزه بڼه خپرېږي. دا پروگرام هره يکشنبه، سې شنبه او پنجشنبه د افغانستان په وخت د شپې په ۹:۳۰ بجو له بي بي سي پښتو راډيو اورېدل کېدای شي.

    د راډیو لپاره ښه غږ څه ډول وي؟

    ولې د ځینوراډیويي او ټلویزیوني نطاقانو یا ویاندانو غږ د خلکو خوښېږي او د ځینو نورو يې بد ایسي؟ په راډیو یا ټلویزیون کې ستاسو غږ څنګه کیدای شي په زړه پورې وي؟ د بي بي سي اکاډیمي یوه مسئوله مدیره کیتي لوګن په دې اړه هغو کارپوهانو اوروزونکو سره خبرې کوي چې په کلونو کلونو يې زیات شمېر خلک روزلي چې د مایکروفون په وړاندې څنکه ښه وغږېږي.